تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د حکومت په تړاو طرحې
هغو سیاسي څېرو ته نږدې کسان چې خلیل زاد په خپل وروستي سفر کې له هغوی سره لیدلي دي، د دې پخلی کوي چې ښاغلي خلیل زاد له هغوی سره د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو پر طرحې خبرې اترې کړې دي.
دغه سیاستوالان وايي چې ښاغلي خلیلزاد په دغو لیدنو کې درې طرحې مطرح کړې دي؛ لومړنۍ طرحه، د اوسني حکومت دوام او په دغه حکومت کې د طالبانو شاملول، دویمه طرحه د طالبانو یوه حکومتي جوړ کې د حکومت شریکول او درېیمه طرحه هم د لنډمهالي حکومت جوړېدل وو.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شو،ې دي.