تودې خبرې: د افغانستان د سولې په هکله نوې مسوده
د سولې تړون یوه مسوده چې په دې وروستیو کې د هېواد له مشهورو سياستوالو سره شریکه شوې طلوع نیوز ته رسېدلي.
دا مسوده درې برخې لري:
چې د افغانستان د راتلونکي لپاره لارښود اصول ،لنډمهاله حکومت او د سیاسي حل نقشه او دایمي اوربند کښې شامل دي .
په مسوده کې راغلي چې د موقت حکومت له پای ته رسیدو وروسته به د افغانستان راتلونکی مشر د ټاکنو پر اساس وټاکل شي.
د افغانستان راتلونکي لارښود د اصولو په برخه کې راغلي اسلام د هیواد رسمي دین دی ،د افغانستان ټول وګړي به له امنیت څخه برخمن وي ،او افغانستان د ټولو قومي او مذهبي ډلو ګډ کور دی. ددې تر څنګ په دې سند کې راغلي چې نوی اساسي قانون به د ښځو او ماشومانو حقونه خوندي کړي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
د سولې ولسي حرکت غړی، اقبال خیبر
د سیمه ییزو چارو شوونکی، فضل الرحمان اوریا
سیاسي فعال، امان الله هوتکي