Skip to main content
وروستي خبرونه
تودی خبری

تودې خبرې: افغانستان کې د کورونا درېیمه څپه

په داسې حال کې چې د کورونا درېیمه څپه په هېواد کې د خپرېدو په حال ده، عامې روغتیا وزارت هېوادوالو ته د کورونا واکسین د لومړي پړاو له پایته رسېدو خبر ورکوي.

د روغتیا وزارت ویاند وايي، دمګړۍ د کورونا څه باندې ۳ سوه زره ډوزه واکسین یوازې هغو کسانو ته ساتل شوی چې، لومړی ډوز یې کړی دی.

د مسوولینو په وینا، ډېر ژر به چین افغانستان ته د کورونا واکسین راولېږي.

له دې سره سم، د افغان-جاپان روغتون ډاکټران وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کووېډ۱۹ ناروغۍ اخته شاوخوا ۱۵۰ ناروغان دغه روغتون ته وروړل شوي او په وینا یې د ناروغانو شمېر د روغتون له ظرفیته ډېر دی.

په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزې په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.

مېلمانه: 

د وزیراکبرخان روغتون رییس، عبدالله احمدي

د روغتیا وزارت د پخواني وزیر سلاکار، قمرالدین صدیقي

ننګرهار کې د کورونا سره د مبارزې د مرکز مسوول، احسان الله شینواری
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews