تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د مصالحې شورا مرستیاله د ښځو حقونو ته ژمن نه دي
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیاله د دغې شورا د ښځو په کمېټې کې وویل، طالبان د ښځو حقونو او اساسي قانون ته ژمن نه دي.
زهره مطهر وايي، په داسې حال کې چې، افغان حکومت د سولې لپاره هڅې کوي؛ خو طالبانو د سولې د خبرو میز د نندارې لپاره ساتلی او جګړې ته یې زور ورکړی دی.
د دغې شورا د ښځو کمېټه وايي، هڅې کوي چې، له جمهوري نظامه او د ښځو له حقونو د دفاع لپاره د ښځو لیدلوري راټول کړي.
خو طالبانو تل حکومت د سولې پر وړاندې خنډ ګڼلی دی.
په دغې خپرونه کې کوربه الیاس منصور په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
د ښځو حقونو فعاله، فرزانه فرهمند
د ښځو حقونو فعاله، زرمینه کاکړ
د ښځو چارو ویانده، رویا دادرس
په دې اړه مو اندونه