تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: آیا طالبان به خپلې ژمنې پلې کړي؟
افغان ولسمشر وسلوالو طالبانو ته خبرداری ور کړی که له خپلو ژمنو تېر نشي، هر څه به ګډ وډ شي او مسوولیت به يی هم ددغې ډلې پر غاړه وي.
ولسمشر غني دغه راز د سولې له مذاکراتو وړاندې د طالب بندیانو له خوشې کېدو سره سخت مخالفت ښودلی دی.
ښاغلي غني ویلي، د افغانستان له زندانونو د طالب بندیانو د راخوشې کولو صلاحیت د امریکا نه دی، او کابل به په دې اړه له واشنګټن سره هیڅ ډول هوکړه ونه کړي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، عبدالستار حسیني
د ولسي جرګې پخوانی غړی، داود کلکانی
او د سیاسي چارو شنونکی، سردار محمد همدرد