تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅې
د سولې له خبرو اترو، خبرې سرچینې وايي چې د نهم پړاو خبرو اترو په لړ کې امریکا او طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله د امنوځایونو د رامنځته کولو په اړه سره ځينو پرمختګونو ته رسېدلي.
دغه سرچینې ټینګار کوي چې د دغې کړنلارې له مخکې به، کله چې له یوه ولایت څخه امریکايي سرتېري په بشپړه توګه بهر شي، په هغه ولایت کې به اوربند تامین شي، او له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته، په ټول افغانستان کې به اوربند تامین شي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د سیاسي چارو شنوونکی، جیب الله جانبدار
د مشرانو جرګې غړی، ګل اجمد اعضمي
د سیاسي چارو کارپوه، حمیدالله هوتک