تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د هېواد کابینې د ټاکنو قانون تعدیل طرحه تایید کړه
د ټاکنو قانون کې د تعدیل پر بنسټ د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان او غړي ګوښه کړل شوي دي او له دې وروسته نه شي کولای چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو د دفتر په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ټاکنو قانون د تعدیل پر بنسټ د دغه کمېسیون ټول غړي له دندو ګوښه کړل شوي او دغو کمېسیونونو ته د نويو رییسانو تر ګومارلو پورې به د دغو کمېسیونونو د دارالانشا رییسان د سرپرستانو په توګه کار په مخ بوځي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ټاکنیزو چارو کارپوه، مطیع الله ابراهیمزی
د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال، سبحان مصباح
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال، میرزامحمد حقپرست