تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ غیررسمي خبرې
کابل کې طالبانو ته نږدي کسانو منلې چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په غیر رسمي ډول خبرې روانې دي.
سرچینو ويلي چې دواړه خواوې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو او دغه راز د امریکا او طالبانو ترمنځ د رسمي مذاکراتو د بیا پیل په اړه خبرې کوي.
له دې وړاندې افغان حکومت هم د تاوتریخوالي کموالی او اوربند د سولې خبرو نتیجې ته د رسېدو لپاره مهم ګامونه بللي وه.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنوسره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
• لیکوال او ژورنالیست، عصمت قانع
• د سیاسي چارو کارپوهان، محمد یونس فکور او امان الله هوتکي
• د نړیوالو اړیکو کارپوه، توفیق نماز