Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت د ژمنو د نه عملي کېدو له امله د کارپوهانو نیوکې

حکومت یو ځل بیا د خپلو ژمنو د عملي کېدو په اړه خبرې کوي. اجراییه ریاست وايي په تېرو دوو کلونو کې له فساد سره د مبارزې ، ټاکنیزو اصلاحاتو او نورو برخو کې ګامونه پورته شوي دي.

کارپوهان ټینګار کوي تر دې دمه د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک نه دی عملی شوی او حکومت د کمېسیونونو او شوراګانو په جوړولو سره پر خپلو ستونزو پرده اچوي.

د ملي یووالي حکومت له کار څخه د دوه کلونو په تېرېدو تر اوسه هم د ملي یووالي حکومت ژمنو او سیاسي هوکړې په عملي کېدو نیوکې شته.

د ملي یووالي حکومت مشرانو د لوړې مراسمو پرمهال ژمنه کړې وه چې حکومت به له اداري فساد څخه پاک کړي، د امنیت د ټینګښت لپاره به جدي پروګرام عملي کړي او د هېواد وګړو ته به د کار زمینه برابره کړي او څو کمېسیونونه یې په بېلابېلو برخوکې به جوړ کړي.

اخوا تر دې دمه له اداري فساد سره د مبارزې د عالي شورا د کارونو په اړه روښانه راپورونه نشته او د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه هم عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

د سیاسي چارو کار پوه محمد امین فرهنګ وویل:«یوه وینا شته چې ویل کېږي کله چې غواړئ یو کار پایه ونه لري، کمېسیون جوړ کړئ.په دغه حکومت کې له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا هم جوړه شوې چې تراوسه یې کار مالوم نه دی. د سولې په برخه کې یې ژمنې کړې دي چې تاسو اورېدلي دي ویل کېږي چې د سولې عالي شورا رئیس استعفا کړې ده.په همدې ډول د حکومت عمر چې هر څومره تېر شو د حکومت د مشرانو ترمنځ شخړې او بې اعتمادۍ زیاتې شوې او دغه حکومت ته یوه نړیواله بې اعتمادي رامنځته کړې ده.»

د سیاسي چارو شنوونکی هادي میران بیا داسې وايي:«موږ تر اوسه د چا د نیولو او محکمې ته د فساد د کوم عامل د کاږلو شاهد نه وو.هغه ژمنې چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې ترسره شوې دي په هغه صورت کې عملي کېږي چې سیاسي اراده شتون ولري.»

په همدې حال کې په تیېرو دوه کلونو کې د حکومت لخوا د ټاکنیزو اصلاحاتو چاره له سختو خنډونو سره مخ ده. د ولسي جرګې غړو دوه ځلې د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر فرمانونه رد کړل.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده څرګنده کړه:«له بده مرغه د حکومت د کار په کلنه دوره کې د ټاکنو د اصلاحاتو په برخه کې هېڅ ګام نه دی پورته شوی او موږ تل د دغې موضوع په اړه اندېښمن وو او خپل غږ موږ پورته کړی دی.»

د مشرانو جرګې غړي محمد آصف صدیقي زیاته کړه:«دا اړینه ده چې د ولسي جرګې یو شمېرغړي چې د ټاکنو د اصلاحاتو مخالف دي له اصلاحاتو څخه ملاتړ وکړي او همدارنګه حکومت چې کومې خبرې کوي عملي کړي او ټولې خبرې یې شعاري نه وي.»

حکومت مني چې ډېری دا ژمنې نه دي عملي شوي خو وايي چې حکومت هڅه کوي نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«د ملي یووالي حکوت د کار د دوه کالو په اوږدو کې موږ یو لړ کارونه ترسره کړل او تراوسه هم ډېر کارونه پاتې دي خو اراده او جدیت شتون لري چې خلکو او نړیوالۍ ټولنې ته اعتماد جوړونه وشي.»

له دې ټولو سره سره تر اوسه د اساسي قانون د تعدیل د جرګې د جوړېدو لپاره هېڅ ګام نه دی پورته شوی او دوه کلنې ته د ملي یوالي حکومت په نېږدې کېدو مخالې سیاسي ډلې وايي چې که دا ژمنې عملي نه‎شي نو دغه حکومت ته به بدیل پیداکړي.

حکومت یو ځل بیا د خپلو ژمنو د عملي کېدو په اړه خبرې کوي. اجراییه ریاست وايي په تېرو دوو کلونو کې ل

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه