Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله د ملي یووالي حکومت قانوني دوام په اړه ډاډ ورکړ

د ملي یووالي حکومت اجرائیه ر‎ئیس عبدالله عبدالله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې په دوو کلونو کې د ملي یوالي حکومت د پایته رسېدو نظر یو خوب دی.

نوموړي وویل چې د ملي یووالي حکومت قانوني دی او پنځه کاله به دوام وکړي.

ښاغلي عبدالله په تېرو دوو کلونو کې په چارو کې د حکومت پاتې راتلل مني، خو د ستونزو د هوارۍ خبره کوي.

عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«داسې خبرې کېږي چې وروسته له دوو کلونو حکومت د منلو وړ نه دی او داسې نورې خبرې. یو ټکی روښانه دی چې دا یوازې یو خوب دی.»

په همدې حال کې ولسمشر غني د تېرو دوو کلونو کې د حکومت له مثبتو کارونو خبرې کوي.

ولسمشر غني هم په دې ناسته کې وویل:«ولسمشر د پتنګ په څېر دی؛ هرڅومره چې لوړ لاړ شي مزی یې ستاسو په لاس کې دی. تاسو غوراوی لرئ چې موږ پر ځمکه وهئ او که مو آسمان ته لوړوئ.»

د ملي یووالي حکومت سیاسي هوکړې له مخې، د یاد حکومت له جوړېدو دوه کاله وروسته لویه جرګه راغوښتل کېږي او د اجرائیه ریاست برخلیک به روښانوي؛ خو تر اوسه پورې دا کار نه دی شوی.

په دې اړه د حقوق‎پوهانو ټولنې غړي، عبدالسبحان مصباح وویل:«له نوم څخه یې ښکاره ده چې د ملي یووالي حکومت سیاسي هوکړه. سیاسي هوکړه د پلې کېدو اجرا نلري او یوازې د حکومت مشران د هغو ژمنو له مخې چې خلکو سره یې کړې دي، باید پرې عمل وکړي.»

داسې راپورونه شته چې د ملي یووالي حکومت مشرانو شنبې ماښام سره لیدلي دي. ولسمشرۍ او سپیدار ماڼۍ ټينګار کوي چې دا لیدنه د دواړو لورو د نظرونو توپیر پورې تړاو نلري.

په همدې حال کې حکومت د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ اختلافونه ردوي؛ خو د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي او د ولسي جرګې غړي د ملي یووالي حکومت هوکړې پلې کېدو کې ځنډ خپل منځي اختلافات بولي.

د سیاسي چارو کارپوه، محمدامین فرهنګ څرګندوي:«که اختلافات نه وو نو اوس په کارونه په سمه توګه پرمخ تلل او کومه ستونزه به نه وه. تاسو پوهېږئ چې اوس مهال دواړو ماڼیو ترمنځ اختلافات شته.»

د ولسي جرګې غړې، فوزیه کوفي زیاتوي:«د ټاکنیز نظام اصلاح او د ولسي جرګې ټاکنې د دواړو مشرانو له ژمنو وې؛ خو د ولسي جرګې د ټاکنو له وخته کابو یو کال تېريږي او هره ورځ تېرېدل د ټاکل شویو بنسټونو کارونه کمزورې کېږي او حکومت غواړي چې یو هوویونکی پارلمان ولري.»

د ملي یووالي حکومت سیاسي مخالفو ډلو په وار وار ویلي دي چې د یاد حکومت دوه کلن کېدو سره به سیاسي مشروعیت له پوښتنو سره مخامخ شي، خو حکومت ټينګار کوي چې د ملي یووالي حکومت به تر پنڅو کلونو پاتې شي.

د بشپړه راپور لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:

د ملي یووالي حکومت اجرائیه ر‎ئیس عبدالله عبدالله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال ټینګار وکړ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه