Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو عمومې مجمع ناسته او پرې د کرونا ویروس اغېزې

د ملګرو ملتونو عمومې مجمع ناسته  تېره ورځ(سې شنبې د تلې په لومړۍ نېټه) د ویډیو کنفرانس له لارې د نړۍ د مشرانو له ویناو سره پیل شوه.

د نړۍ مشران د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله ونه توانېدل چې دغه ناسته کې خپله ګډون وکړي.

ناسته کې ایران او امریکا متحده ایالاتو د یوه بل پر سیاستونو نیوکې وکړې، او د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي مجمعې کې په خپله وینا کې یو ځل بیا، د ایران پر وړاندې د خپل سخت سیاست په اړه یادونه وکړه.

د امریکا ولسمشر، دانلد ترمپ وايي:«‎موږ د ایران له ویرونکي اټومي هوکړې ووتو او په نړۍ کې د ترهګرۍ په تر ټولو لوی ملاتړي هېواد فلج کوونکي بندیزونه ولګول. موږ د داعش خلافت سل په سلو کې لمنځه یوړ او د هغه بنسټ اېښودونکی البغدادي مو وواژه. موږ د نړۍ تر ټولو لوی ترهګر قاسم سلیماني لمنځه یوړ.»

خو د ایران ولسمشر امریکا په منځني ختیځ کې د ناورین، تاوتریخوالي او بلواګرۍ اصلي عامل بولي.

د امریکا ولسمشر چین ته هم ګوته ونیوله او کرونا ویروس یې د چیني ویروس په نامه یاد کړ او بیجینګ یې نړۍ ته د دغه ویروس د خپرولو مسوول وباله.

خو د چین ولسمشر، شې جین‌پینګ د امریکا دغه ډول واک چلونه وغندله.

هغه وویل:«‎چین به د اقتصادي پرمختګ په برخه کې خپلو مثبتو همکاریو ته دوام ورکړي. موږ د یوه نړۍوال اقتصاد او د څو اړخیز سوداګریز نظام پلوي یو او انحصار پالنه نه منو. هر څوک چې، په یوې ټاپو کې ګوښه شي؛ ښه راتلونکی به ونه لري.»

د ملګرو ملتونو په عمومي مجعمې ناسته کې چې ډېری برخه یې په انلاین ډول ترسره شوه، د المان لومړۍ وزیرې د کډوالۍ په برخه کې د ننګونو د حل په موخه پر نړۍوالو همکاریو ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ