Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوکراین کې د پوځي الوتکې پرځېدل؛ ۲۲ تنه وژل شوي

د جمعې په ورځ (د تلې په ۴مه) د اوکراین یوه پوځي الوتکه د دغه هېواد په شمال ختیځ کې پرځېدلې ده او لږ تر لږه ۲۲ تنه سپرلۍ یې وژل شوې ده.

دا «انټونوف اې اېن - ۲۶» چې پوځي زده کړیالان یې لېږدول، د تمریني الوتنې پر مهال، د ناستې د هڅې په لړ کې وپرځېده او اور یې واخیست.

په دې اړه څېړنې روانې دي، خو د دغې الوتکې یو پیلوټ، د هغه د یوه ماشین د خرابېدو خبر ورکړی و.

د دغې الوتکې ځينو سپرلۍ، کله چې د الوتکې ارتفاع له ځمکې سره ډېره کمه وه، ځانونه یې غورځولي او ژوندي پاتې دي.

د رپوټونو پربنسټ، دغې الوتکې ۲۸ تنه لېږدول چې له دې ډلې ۲۱ تنه یې زده کړیالان وو. 

شریک یي کړئ