Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ پوځي نښته

د اذربایجان او ارمنستان پوځيانو نن (یکشنبې، د تلې په ۶مه) د قره باغ په لانجمنې سیمه کې سره ښکېل شول.

د ناګورنو قره باغ سیمه کې له تازه نښتو وروسته، ارمنستان د پوځي حالت له اعلان سره د دغه هېواد ټول پوځيان یې دندې ته رابللي دي.

ارمني رسنۍ د اذربایجاني پوځيانو په بریدونو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په هکله خبر ورکوي؛ خو د جګړې په هغو تصویرونو کې چې خپاره شوي، ظاهراً د اذربایجان ملي پوخ ټانګونه د ارمني ځواکونو له خوا په نښته کېږي.

د ناګورنو قره باغ سیمه چې د ارمنستان تر ولکې لاندې هغه ده، د نړیوالې تولنې له خوا د اذربایجان د یوې برخې په توګه په رسمیت پېژندل کېږي.

د اذربایجان ځواکونه وايي چې د ارمنستان ځواکونو د دغه هېواد پر پوځيانو او مُلکي برخو توپ خانه يي بریدونه کړي دي.

د مرګ ژوبلې په هکله تراوسه رپوټ نشته، خو د ارمنستان دفاع وزارت وايي چې ځينې ولسي وګړي د اذربایجاني ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د رپوټونو پر بنسټ، اذربایجان او ارمنستان په ۱۹۹۱زیږدیز کال کې د شوري جماهیر اتحاد له پاشلو مخکې د هغه برخه وو.

اذربایحان او ارمنستان په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې په اوربند سره هوکړه وکړه، خو په دې موده کې څو ځله یو بل د اوربند پر نقض تورن کړي دي. 

شریک یي کړئ