قرغیزستان کې د پارلماني ټاکنو پایلو په تړاو له څو ورځو اعتراضونو وروسته، بالاخره اعتراض کوونکو واک په لاس کې واخیست.
قهرېدلي اعتراض کوونکي په پارلماني ټاکنو کې د پراخو درغلیو وايي.
د منځني ختیځ د دغه هېواد ډېر شمېر اعتراض کوونکي د پلازمېنې بیشکېک سرکونو ته راووتل او په پایله کې یې دولتي بنستونه ونیول.
معترضان خشمگین در واکنش به آنچه تقلبهای گُسترده درانتخابات پارلمانی میگویند، به جادههای بیشکک، پایتخت، ریختند و سرانجام ادارۀ ساختمانهای دولتی را بهدست گرفتند.
وړمه شپه اعتراض کوونکو د پارلمان ودانۍ ترڅنګ د ښاروال پر دفتر هم برید وکړ.
په همدې حال کې ځيني نامتو بندیان له ډلې یې صدر جاپاروف چې د یوه سیمه ییز قومندان تښتولو په تور نیول شوی و او په ۱۱ کالو بند محکوم شوی و، هم د اعتراضو پرمهال به بنده ازاد کړی شو.
صدر له ازادۍ څو ساعته وروسته د لومړي وزیر په توګه و ټاکل شو.
قرغیزستان کې اعتراضونه پنځه ورځې مخکې کله چې د روسیه پلوه د دغه هېواد د ولسمشر سورونبای جینبکوف ګوندونه پارلمان ته بریالي شول، پیل شول. اعتراض کوونکي وايي چې ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.