Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې کرونا؛ مثبتې پېښې ۷ میلیونو ته نېږدې شوې

د هند روغتیا وزارت نن(پنجشنبې د تلې په ۱۷مه نېټه) اعلان کړی چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې له ۶ میلیونو او ۸۴۰ زرو اوښتې دي.

دغه وزارت وايي چې تېره شپه ورځ کې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۷۸ زره او ۵۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د هند روغتیا وزارت زیاتوي تېره شپه ورځ تېره شپه ورځ کې دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۹۷۱ تنه مړه شوي دي.

هند د کرونا ویروس د اخته کسانو له پلوه نړۍ کې دوهم ځای لري. امریکا متحده ایالاتو د ۷ میلیونو او ۵۴۹ زرو کویډ۱۹ ناروغانو او له ۲۱۱ زرو ډېرو قربانیانو سره لومړۍ ځای لري.

دا په داسې حال کې ده چې هند تېره اوونۍ ګرځبندیزونه کم کړل او همداراز ښوونځي او مکتبونه یې پرانیستل.

نړۍ کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳۶ اوښتی او له یو میلیونو او ۵۵ زرو ډېر کسان یې مړه کړي دي.

د هند روغتیا وزارت وايي چې تېره شپه ورځ کې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۷۸ زره او ۵۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

شریک یي کړئ