پر ایران د بندیزونو زیاتوالي سره امریکا متحده ایالاتونه غواړي چې اتلس ایراني بانکونه تحریم کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې پر ایران د بندیزونو نوملړ کې به ۱۸ بانکونه هم اضافه کړي.
په دې تړاو ځینو اروپايي هېوادونو اندېښنه څرګنده کړې چې دا بندیزونه به د ایران بانکي نظام اړیکې د نړۍ له مالي نظام سره پرې کړي.
دوی اندېښنه څرګنده کړې چې ښایې له دې بندیزونو سره ایران ته د خوراکي توکو او درملو وادات هم بند شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا بندیزونه ظالمانه بولي او هغه یې یوه ملت ته د لوږې ورکړې توطئه بللې ده.
امریکا متحده ایالاتو تېره میاشت هم پر څو ایراني چارواکو او د وینزویلا پر ولسمشر بندیزونه لګولي و.
واشنګټن ویلي وو چې دا بندیزونه د وینزویلا سره د ایران د وسلو اړېکو د مخنیوي لپاره لګول شوي دي.
خو هغه وخت ایران څرګنده کړې وه چې له کلونو راهیسې د متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې دی، وايي چې نوي بندیزونه به اغېزمن نه وي.
ایران همداراز د بندیزونو لګولو مخنیوي کې د المان، بریټانیا او فرانسې ونډه مهمه بللې وه، او زیاته کړې یې وه چې دغه هېوادنه په یادې برخې کې کار نه دی کړی.