د تاجیکستان وګړي نن یکشنبې (د تلې په ۲۰مه) د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورکوي.
تمه کېږي چې امام علي رحمان، چې ۲۸ کاله یې واک په لاس کې لرلی دی، د یوې بلې اوه کلنې دورې لپاره، د تاجیکستان رییس جمهور شي.
هغه له څلورو نورو هغو نوماندانو سره مخامخ دی چې د ځينو رسنیو د رپوټ پر بنسټ د هغوی نوماندي واک ته د امان علي رحمان رسېدو لپاره یوازې پلمه ده.
هغه چې ۶۸ کلن دی، په ۲۰۱۶زیږدیز کال کې، د اساسي قانون له تعدیل سره، د ولسمشرۍ دورې محدویتونه یې لرې کړل.
د تاجیکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون او ټول پوښتنې اعلان کړی دی چې په دغه هېواد کې د رایې ورکړې پر شرایطو برابرو کابو پنځه مېلیونه تنو نوم لیکنه کړې ده.
د بزګرۍ ګوند نوماند، رستم لطیف زاده، د سوسیالیت ګوند نوماند عبدالحلیم عفار اف، د اقتصادي اصلاحاتو ګوند نوماند رستم رحمت زاده، د تاجیکستان د کمونیست ګوند نوماند او د تاجیکستان اوسنی ولسمشر او د خلق دموکراتیک ګوند نوماند امام علي رحمان په ولسمشریزو ټاکنو کې سره سیالي کوي.
ټاکل شوې ده چې د رایو لومړنۍ پایلې د رای ورکړې بهیر له پای ۲۴ ساعته وروسته اعلان شي.