په داسې حال کې چې په هند کې د کرونا ویروس له امله پر تګ راتګ لګول شوي محدودیتونه لا پر خپل ځای دي، خو د دغه هېواد په پلازمینه کې د هوا د ککړتیا له امله اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.
د دغه هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، د هوا د ککړتیا له امله غلیظ دود د دهلي پر فضا سیوری غوړولی او له تنفسي ستونزو سربېره د ځینو دهلي میشتو د سترګو د ضعیفوالي لامل هم شوی دی.
د نوي ډيلي اوسېدونکی، ساچن کوشک وايي:«هغه توکي چې سوځول کیږي دهلي ښار ته دننه کيږي او له امله یې موږ او ماشومان مو له تنفسي ستونزو سره مخ یو. د هوا د ګرموالي دغه احساس د دې ښودنه کوي چې، د هوا د ککړتیا کچه ډېره لوړه ده.»
د دهلي اوسېدونکي وايي، د ژمي په درشل کې د دغه ښار هوا د پلاسټیکي توکو د سوځولو او همداراز د کارخونو او موټرو د فعالیتونو د دوام له امله ډېره ککړه شوې ده.
د نوي ډيلي اوسېدونکی، راجیش زیاتوي:«د کال په دې وخت کې ککړه هوا له نورو ښارونو دهلي ته رسیږي او د کارخونو د فعالیت دوام او روغتیايي چارو ته نه پام د هوا د ککړتیا نور عوامل دي.»
د ویلو ده چې، په نوي ډهلي کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان ژوند کوي.
د ځینو ارزونو له مخې، په نوي ډهلي کې د تېرکال پر تله سږکال د هوا د ککړتیا په کچه کې ۳۶ سلنه لوړوالی راغلی دی.