Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران وايي چې د وسلو اخیستو ته اړتیا نلري

ایران ټينګار کوي چې د ځان دفاع لپاره پر ځان بسیا دی او د وسلو اخیستو ته اړتیا نلري.

د امریکا خبرداریو سره چې وايي د ملګرو ملتونو تسلیحاتي بندیزونو سره سره ایران د وسلو اخیستو په هڅه کې دي، خو تهران بیا وايي چې د وسلو له لوري پر ځان بسیا دی او د نورو اخیستو لپاره اړتیا نلري.

 په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هر حقیقي یا حقوقي شخص چې له ایران سره د وسلو سوداګري وکړي، د واشنګټن لخوا به تحریم شي.

د ایران اثارو ساتنې او مقدسې دفاع ارزښتونو خپرېدو بنسټ رییس، بهمن کارګر په دې اړه وايي:«موږ اوس پر ځان بسیا یوو په پوځي برخه کې. موږ له نورو سره هم مرسته کوو او دا ثابته شوې ده دنیا ته هم.»

که څه هم دا بندیزونه له لویدیځ سره د ایران د هستوي هوکړې له مخې لیري شوي دي، خو واشنګټن په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې له دې هوکړې ووتو.

د ایران اوسېدونکی وايي:«موږ د وسلو اخیستو ته نلرو او ان کولی شو چې د وسلو صادرونکي ووسو.»

د ایران بل اوسېدونکی، هادي کیواني زیاتوي:«که بندیزونه نه وي، وسلې تولید کړو او خرڅې یې کړو، ښه به وي.»

ځینې نړیوال سازمانونه وايي چې ایران د بندیزونو سره سره توانېدلی دی چې وسلې تولید کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هر حقیقي یا حقوقي شخص چې له ایران سره د وسلو سوداګري وکړي، د واشنګټن لخوا به تحریم شي

شریک یي کړئ