Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې؛ ټرمپ او بایډن ترمنځ د ټاکنیزو سیالیو دوام

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته تر یوې اوونۍ کمه موده پاتې ده او د امریکا برحاله ولسمشر ډونلډ ټرمپ او دموکراتیک سیال یې جوبایډن خپلو ټاکنیزو سیالیو ته دوام ورکوي.

جمهوري غوښتونکی ټرمپ خپلې ټاکنیزې سیالۍ حساسو ایالاتونو لکه میشیګن او ویسکانیسن ته متمرکز کړې دي چې معمولاً جمهوري غوښتونکي په دغو ایالتونو کې ګډونکي دي.

خو جوبایډن د کالفورنیا ۴۰ مېلیوني ایالت کې چې د امریکا په ټاکنو کې یو تر ټولو حساس ایالت دی، په پراخته توګه یې ټاکنیزې سیالۍ پيل کړې دي.

دوو نوماندانو په ټاکنیزو سیالیو کې په سلګونه مېلیونه ډالر لګولي دي.
 
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې غواړي په دغه هېواد کې د یوې بلې دورې لپاره واک ورسېږي؛ په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې یې خپلې ټولې نیوکې د بارک اوباما او د هغه د مرستیال جوبایډن سیاستونو پورې متمرکزې کړې دي.

هغه په خپلې یوې غونډه کې ویلي چې، بایډن ښه انسان نه دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي:«که چېرې بایډن ګټونکی شي؛ نو چین ګټونکی کېږي او بیا امریکا نیسي. که چېرې بایډن ګټونکی شي؛ نو بد کارونه به ترسره کړي. هغه ښه انسان نه دی؛ تاسو پر دې پوهېږئ!»

له بل لوري، په امریکا کې د کورونا ویروس ډېر خپرېدل د دې لامل شوي چې، جوبایډن د دغه ویروس پر وړاندې د ډونلډ ټرمپ د مبارزې څرنګوالی د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو د عطف ټکی وګرځوي.

جوبایډن په دې هکله وايي:«ډونلډ ټرمپ تسلیم شوی دی، امریکايي کورنۍ یې پر خپل حال پرېښي او د کورونا ویروس پر وړاندې تسلیم شوی؛ خو د امریکا خلک نه تسلیمېږي. د امریکا د خلکو او زما ملا نه ده ماته شوې. زه به د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره په مسوولانه توګه یوه طرحه عملي کړم.»

د امریکا خلک به د راتلونکې اوونۍ په سې شنبې ورځ د دغه هېواد په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون وکړي؛ خو تر اوسه، څه باندې ۶۰ مېلیونه کسانو له ژر رای ورکړې او یا هم د پوست له لارې خپلې رایې کارولي دي.

د چارو د ځینو شنوونکو په اند، د پوسټ له لارې د رای ورکوونکو د شمېر د ډېروالي له امله به ښايي د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلې اعلان له ځنډ سره مخ کړي.

شریک یي کړئ