Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ تر اوسه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پایله نه ده منلې

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو پایله نه ده منلې. هغه چې ویرجینیا کې و، د ګلف میدان پرېښودو سره بېرته سپينې ماڼۍ ته شتون شوی دی.

ټرمپ تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو ټاکنو په تړاو وینا نه ده کړې، خو په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې یې کړې دي، خو لویدیځوالي رسنۍ وايي چې هغه د خپلو ادعاو لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د راپورونو له مخې ټرمپ د ټاکنو پایلې په تړاو د اعتراضونو لپاره د خپلو پلویانو د رابللو په هڅه کې دی.

په همدې حال کې د امریکا پخواني ولسمشر، جورج بوش جوبایډن ته د ټاکنو پایلو کې د بریا مبارکي ویلې ده او ټینګار یې کړی دی چې د امریکا ټاکنې په سمه توګه ترسره شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو ۳۰ کلونو کې د امریکا ټولو نوماندانو چې په ټاکنو کې ماته خوړلې، نو پایله یې منلې ده.

ټرمپ تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو ټاکنو په تړاو وینا نه ده کړې، خو په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې یې کړې دي

شریک یي کړئ