امریکا متحده ایالاتو کې د یوې شپې ورځې په ترڅ کې په بې ساري توګه ۱۵۰ زره د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه پېښې د نړۍ او امریکا په کچه بې سارې بلل شوې دي.
د راپور له مخې یاده موده کې یو زرو ۱۹۰ د کوویډ۱۹ ناروغان مړه شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د شمېر له مخې لومړی ځای لري.
تر اوسه امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس ۱۰ میلیونه، ۵۵۴ زره او ۸۰۶ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۲۴۲ زره او ۴۳۰ تنه مړه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه