Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیویارک ټایمز: د القاعده دوم نمبر جګپوړی غړی ایران کې ووژل شو

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په ایران کې د القاعده شبکې د دویم جګپوړي کس له وژل کېدو خبر ورکوي.

دغه امریکايي ورځپاڼه وايي چې د څو استخباراتي چارواکو په وینا، «ابو محمد المصري» درې میاشتې مخکې له خپلې لور «مریم» سره د اسرائیلو د مخفي مامورینو له خوا ووژل شو.

«المصري» په ۱۹۹۸ زیږدیز کال کې په کنیا او تانزانیا کې د امریکا په سفارتونو کې د خونړیو بریدونو له اصلي پلانوونکو څخه و او ګومان کېده چې له«ایمن الظواهري» وروسته د القاعده شبکې مشر شي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ پر بنسټ، «المصري» پر افغانستان د امریکا له برید وروسته، د القاعده شبکې له څو نورو غړو سره ایران ته ولاړ او هلته بندي شوی و؛ خو په دې وروستیو کلونو کې په ازاده توګه ژونده کاوه.

د المصري لور مریم چې د درې میاشتې پخوا په برید کې له هغه سره وژل شوه، د اسامه بن لادن د زوی «حمزه بن لادن» مېرمن وه.

تراوسه امریکايي او اسرائیلي چارواکو دغه پېښه په رسمي توګه نه ده تایید کړې؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نیویارک ټایمز رپوټ ردوي او وايي چې د القاعده غړي په ایران کې حضور نه لري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت القاعده په سیمه کې د امریکا سیاست ګڼي.

 خو ایراني رسنیو کابو درې میاشتې مخکې په تهران کې په ډزو کې د «داوود حبیب» او د هغه د لور له ژول کېدو خبر ورکړی وو. چې اوس نیویارک ټایمز وايي چې د القاعده شبکې د دویم نمبر لوړپوړي کس مستعار نوم و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نیویارک ټایمز رپوټ ردوي او وايي چې د القاعده غړي په ایران کې حضور نه لري.

شریک یي کړئ