د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، ولید المعلم چې څه باندې یوه لس ییزه د دغه هېواد له مهمو څېرو ګڼل کېدو، د ۷۹ کالو په عمر ومړ.
نوموړي چې اوږده ډپلوماتیکه تجربه درلوده د بشاالاسد حکومت ضد اعتراضونو کې د سوریې د ولسمشر لوی ملاتړی ګڼل کېدو.
د سوریې دولتي خبري اژانس د المعلم د مړینې لامل نه دی څرګند کړی، خو نوموړی د زړه په ناروغۍ اخته و.
ولیدالمعلم ۱۹۹۰ زیږدیزه لس ییزه کې نهه کاله امریکا متحده ایالاتو کې د سوریې سفیر پاتې شوی دی.
هغه تل د سوریې حکومت پلوي او دفاع کوله او ویل یې چې د سوریې د حکومت ضد کسان د لویدیځ ملاتړ لري او ماته به وخوري.
یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د المعلم ځای مرستیال، فیصل مقداد به د هغه ځاین نانستی وټاکل شي.
د مالوماتو له مخې المعلم دمشق کې په یوې سني کورنۍ کې روزل شوی و او ټاکل شوې نن(دوشنبې د لړم په ۲۶مه نېټه) خاورو ته وسپارل شي.
سوریه کې کابو یوه لس ییزه کېږي چې کورنۍ جګړې روانې دي.