Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې د کرونا ویروس د قربانیانو زیاتوالی

د ایران روغتیا وزارت وايي چې دغه هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او تېرو څو ورځو کې د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.

د ایران د روغتیا وزیر، سعید نمکي سې شنبې(د لړم په ۲۸مه نېټه) خبرداری ورکړی، که خلک بندیزونو ته پام ونه کړي، ښایې د قربانیانو شمېر دوه برابره شي.

هغه زیاتوي:«که غلفت وکړو، نو لوبه به وبایلوو او څلور عددي مړینې به ولرو، یعنې چې داسې حالت ته به ولاړ شو چې ژغورنه به سخته وي.»

له بلې خوا د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاندې، سیما لاري وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله ۴۸۲ تنه مړه شوي دي او ټوله کې دغه هېواد کې د قربانیانو شمېر ۴۲ زره او ۴۶۱ تنو ته رسېدلی دی.

له بلې خوا د ایران په ۲۵ ولایتونو کې پر تګ راتګ نن(چهارشنبې) پر تګ راتګ بندیزونه لګول شوي دي.

د ایران د پولیس چارواکي وايي، که چا له سپارښتنو سرغړونه وکړه، نو له قانوني چلند او نغدي جریمې سره به مخامخ شي.

ایران له نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله له زیانمنونکې هېوادونو شمېرل کیږي.

تر اوسه دغه هېواد کې له ۷۷۸ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۸۲ د کوویډ۱۹ ناروغان مړه شوي دي

شریک یي کړئ