Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: د ټاکنیز کالج رایې بایللو سره سپینه ماڼۍ پرېږدم

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي که د امریکا ټاکنیز کالج جوبایډن ته رایه ورکړي، نو چمتو دی چې سپینه ماڼۍ پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي رسنۍ وايي چې د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو بریالی، جوبایډن به ۳۰۶ او ډنالډ ټرمپ به د ټاکنیز کالج ۲۳۲ رایې خپلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې خپله ماته په رسمې توګه نه ده منلې.

ټرمپ وايي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې او جوبایډن یې پرې تورن کړی، خو هغه د لګول شویو تورونو په تړاو کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د امریکا متحده ایالاتو د ټاکنو لومړنیو پایلو له مخې بریالی نوماند، جوبایډن د پایلو له اعلانه وروسته  د دغه هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لپاره د واک نه لیږد شرم بللی و.

هغه څرګنده کړې وه سره له دې چې ټرمپ ادعا کوي چې ټاکنو کې درغلۍ شوې دي، خو بیا هم د واک لیږد مخې ته هېڅ خنډ نه دی پروت.

بایډن ټینګار کړی و چې د واک اخیستو لپاره یې فعالیت پیل کړی او د نوې کابینې جوړولو لپاره به څه مانع نشي، هغه اوس مهال د خپلې کابینې لومړی وزیر معرفي کړ.

د امریکا متحده یالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ چې تر اوسه یې د ټاکنو پایلې نه دي منلي، وايي که ټاکنیز کالج رایه ورنکړي، نو له سپينې ماڼۍ به ووځي

شریک یي کړئ