Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه کې به راتلونکې اوونۍ کې د کوویډ۱۹ واکسین تطبیق پیل شي

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین چهارشنبې(د لیندۍ په ۱۲مه نېټه) یوې ناستې کې سپارښتنه کړې ده چې له کوویډ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په موخه د واکسین داوطلبۍ پروګرام راتلونکې اوونۍ دغه هېواد کې پیل شي.

هغه زیاته کړې چې تر ټولو لومړی دې ښوونکو او ډاکټرانو ته د " اسپوتنیک وي" واکسین ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه کې د تېرې شپې ورځې په ترڅ کې له ۵۸۹ تنو ډېر کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

پوتین ویلي دي:«روسیه به راتلونکو څو ورځو کې د کرونا ویروس ضد واکسین کابو دوه میلیون دوزه واکسین تولید کړي.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې روسیې تر اوسه دوو واکسینو باندې کار کړی چې دغه هېواد کې د ننه تایید شوی دی، او پر درېیم واکسین هم کار کوي.

تېره میاشت روسیې اعلان کړی وو چې د دغه واکسین اغېزمنتیا ۹۲ سلنه دی او کولی شي چې خلک له کوویډ۱۹ ناروغۍ نه وژغوري.

تر اوسه روسیه کې له ۳۲۷ زرو ډېر کسان په کوویډ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي او له ۴۱ زرو ډېر یې له کبله مړه شوي دي.

په هم دې حال کې د بریټانیا حکومت راتلونکې اوونۍ کې د امریکايي شرکت"فایزر" لخوا تولید شوی وکسین د تطبیق لپاره تایید کړ.

بریټانیا ۴۰ میلیونه ډوزه اخیستی چې د ۲۰ میلیونو کسانو لپاره بسنه کوي.

د روسیې ولسمشر ويلي دي چې تر ټولو لومړی دې ښوونکو او ډاکټرانو ته د " اسپوتنیک وي" واکسین ورکړل شي.

شریک یي کړئ