په هند کې ۱۴۰ تنه د یوې ناپېژندل شوې ناروغۍ له کبله مړه شوي او ډېر شمېر نور بستري شوي دي.
هندي چارواکي وايي چې په مرموز ډول د مړو شویو کسانو د ناروغۍ په تړاو څېړنه کوي.
دوی زیاتوي چې تېرو دوو ورځو کې کې ډېر شمېر کسانو د یوې نهپېزندل شوې ناروغۍ له کبله روغتونونو ته مراجعه کړې ده.
یاده ناروغي د هند اندراپرادش ایلورو ښار کې پیدا شوې او ډاکټران وايي چې یو له علایمو یې کانګې دي.
دا په داسې حال کې ده چې هند د نړۍ نورو هېوادونو په څېر د کرونا ویروس له کبله په رامنځته شوي ناورین اخته دی.
ډاکټران وايي چې له تازه ناروغانو د کرونا ازموینه اخیستل شوې چې پایله یې منفي وه.
هند کې تر اوسه د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله څه باندې ۱۴۰ زره کسان مړه شوي دي.