Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا کې د کرونا ویروس د واکسین تطبیق پیل

امریکا متحده ایالاتو کې د روغتیاپالانو او ډاکټرانو لومړۍ ډله چې د کورونا ویروس اخته کېدو ډېر ګواښ سره مخامخ وو، واکسین شول.

دغه واکسین چې د امریکایي "فایزر"  او یوه الماني "بیو‌ان‌تِک"  شرکت لخواجوړ شوی د متحده ایالاتو او انګلستان په ګډون په څو هېوادونو کې تایید شوی دی.

د دغه هېواد د چارواکو په وینا تمه ده راتلونکې یوې اوونۍ کې نېږدې درې ملیونه کسانو ته چې ډېری یې زیان‎منونکې ډلې لکه زاړه او روغتیایي کارکوونکي دي، واکسین تطبیق شي.

امریکا د کرونا ویروس له کبله د څه باندې ۳۰۰ زره کسانو مړینې او څه باندې ۱۶ میلیون مثبتو پېښو ثبت سره نړۍ د یاد ویروس له کبله زیانمن هېواد دی.

دغه هېواد کې په میاشتو میاشتو ډاکټران له ناروغانو سره بوخت دي.

 یو امریکايي روغتیاپال، ټامي څرګندوي:«کله چې د کوویډ۱۹ ناروغي پیل شوه، موږ ان کور ته له تلو او بستر کې له ویده کېدو وېرېدلو، اوس یوو چې د حال لار یوه برخه یوو.»

د متحده ایالاتو ځینو روغتیایي بنسټونو مسوولینو هم د کرونا واکسین لپاره داوطلب شوي دي.

امریکا متحده ایالاتو د ریوي درملو برخې رییس، جفري هورویټز وايي:« موږ باید په ډاکټرانو او ساینس پوهانو باور ولرو. له همدې امله ما په خپله خوښه د دې واکسین اخیستو راغلم.»

په متحده ایالاتو کې د واکسین له پیل سره سره تر اوسه څرګنده نه ده چې کله به دغه هېواد کې ژوند عادي حالت ته راګرځي.

د دغه هېواد د چارواکو په وینا تمه ده راتلونکې یوې اوونۍ کې نېږدې درې ملیونه کسانو ته چې ډېری یې زیان‎منونکې ډلې لکه زاړه او روغتیایي کارکوونکي دي، واکسین تطبیق شي

شریک یي کړئ