Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ په منظم ډول د واک لېږد ژمنه وکړه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د دغه هېواد تازه منتخب ولسمشر، جوبایډن ته د واک منظم لېږد ژمنه وکړه.

وروسته له دې چې د امریکا کانګرس په رسمي توګه د ۲۰۲۰ زیږدیز کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د جوبایډن بریا تایید کړه، د دغه هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په منظم ډول د ځواک لېږد ژمنه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو کانګرس  نن(پنجشنبې د مرغومې په ۱۸مه نېټه) ۲۰۲۰ زیږدیز کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د جوبایډن بریا په رسمي توګه تایید کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پلویانو د د غه هېواد پر کانګرس له برید سره د امریکا د ټاکنو پایلو په تړاو ناسته ودروله.

تر اوسه اعتراضونو کې د څلورو کسانو له وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

مخکې له اعتراضونو ټرمپ اعتراض کوونکو ته وینا وکړه او خپلو خبرو کې یې وویل چې د امریکا ټاکنو کې درغلۍ شوې او خلک باید خپله رایه بېرته واخلي.

ده همداراز ویلي دي چې کله به هم ماته ونه مني او له خپلو پلویانو یې غوښتنه کړې چې د کانګرس لور ته ورشي.
 
شریک یي کړئ