Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ ۱۷ اجرايي فرمانونه لاسلیک کړل

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ ۱۷ اجرايي فرمانونه لاسلیک کړل.

دغه اجرايي فرمان کې د پاریس اقلیمي هوکړې ته د امریکا ورتګ او دغه هېواد ته د مسلمان مېشتو هېوادونو وګړو پر سفر د بندیز فرمان لغو کول شامل دي.

ویل کیږي چې د بایډن لخوا نهه اجرايي فرمانونه د تېرو دولت پرېکړو لغو او بدلون لپاره لاسلیک شوي دي.

د امریکا نوي ولسمشر د دغو اجرايي برمانونو له لاسلیک مخکې خپلې لنډې وینا کې وویل چې له دې ګامونو پورته کولو سره د امریکا یووالی جوړوي او یو ځل بیا به له نړۍ سره اړیکې ښې کړي.

بایډن لومړۍ فرمان ټولو فدرال دولتي ودانیو کې د ماسک اغوستلو په تړاو لاسلیک کړ.

دوهم فرمان هم امریکا کې د نژادونو یووالي او ټولنه کې د محرومو ډلو ملاتړ لپاره دی.

 د امریکامتحده ایالاتو منتخب ولسمشر، جوبایډن د دغه هېواد ۴۶ ولسمشر په توګه(چهارشنبې د سلواغ په لومړۍ نېټه) لوړه وکړه او د لوړې مراسمو لپاره په مرکزي ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی و او د ملي ګارډ ځواکونه د امنیت د تامین په موخه په دندو ګمارل شوي و.

د لوړې مراسم د امریکا د عالي دیوان رییس، جان رابرتز د ښاغلي بایډن د لوړې مراسم ترسره کړل.

د لوړې له مراسمو وروسته جوبایډن خپلو خبرو کې وویل:"نن د ډموکراسۍ ورځ ده."

له بایډن وروسته، مرستیالې یې، کاملا هاریس د لوړې مراسم ترسره کړل، نوموړې د امریکا په تاریخ کې لومړۍ مېرمن ده چې دغې څوکۍ ته رسیږي.

د ښاغلي بایډن د لوړې مراسمو کې د امریکا پخوانيو ولسمشرانو، لکه بارک اوباما او جورج بوش هم ګډون کړی، خو مخکنی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ نه و.

د جوبایډن د لوړې له مراسمو وروسته، د امریکا مخکني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ واشنګټن پرېښود.

بایډن د امریکا دوهم کاتولیک ولسمشر دی، مخکې له هغې په ۱۹۹۰ زیږدیز کال کې بیل کلنټن هم کاتولیک ولسمشر و.

 دغه اجرايي فرمان کې د پاریس اقلیمي هوکړې ته د امریکا ورتګ او دغه هېواد ته د مسلمان مېشتو هېوادونو وګړو پر سفر د بندیز فرمان لغو کول شامل دي

شریک یي کړئ