چین له پاکستان سره د کرونا ویروس د ۵۰۰ زره دوزه واکسین مرسته وکړه. دغه واکسین چې د چینايي شرکت لخوا تولید شوی، اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته وسپارل شو.
ټاکل شوې ده چې سبا(چهارشنبه د سلواغې په ۱۵مه نېټه) پاکستان کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر پیل شي او په لومړي سر کې به ډاکترانو ته ورکړل شي.
پاکستان لومړنی هېواد ته چې د چین لخوا د کرونا ویروس د مرستې کڅوړه ترلاسه کوي.
د پاکستان حکومت د چین او د بریټانیا او سویډن ګډ تولید شوي واکسین د تطبیق اجازه ترلاسه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د واکسین ترلاسه کولو پرمهال وویل:«زه د چین د خلق جمهوریت نه د سینو فارم واکسین ترلاسه کولو لپاره خوشال یم. زه د چین له ولسمشر شې جن پينګ نه مننه کوم. هغه ژمنه کړې وه، چې کله چې دا واکسین تولید کړي، د ټولو لپاره به وکارول شي، او نن د دغه ۵۰۰زره دوزه ډالۍ سره یې دا ژمنه ثابته کړه.»
داسې اټکل کیږي چې پاکستان د روسیې تولید شوي واکسین، سپوتنیک اجازه هم د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره تایید کړي.
چین د پاکستان ستراتیژيک ملګری ګڼل کیږي او سږ کال یې د اړیکو اوویایمه کلیزه ولمانځله.
پاکستان کې د چین سفیر، نونګ رونګ ویلي دي:«زما لپاره ویاړ دی چې اعلان کوم، پاکستان لومړی هېواد دی چې د کووید۱۹ ناروغۍ واکسین ترلاسه کوي. پاکستان زموږ نېږدې ملګری دی او د واکسین په برخه کې زموږ اصلي همکار دی.»
پاکستان تر اوسه له څه باندې ۵۴۶ زره د کرونا ویروس مثبتو پېښو له ثبه خبر ورکړی.