Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلینکن: له ایران سره د ډپلوماسۍ لاره پرانیستې ده

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن وايي له ایران سره د دغه هېواد د ډپلوماسۍ لاره پرانیستې ده.

هغه همداراز څرګندوي چې د ډپلوماسۍ دغې لارې ته د راتګ لپاره د ایران اصلي لوری، په بشپړه توګه له لویدیځ سره د دغه هېواد هستوي هوکړې ته راګرځېدل دي.

د بلینکن د امریکا ملي راډیو(ان پي ار) سره خبرو کې ویلي دي چې هستوي وسلې ته د ایران لاسرسي لارو محدودولو لپاره د لویدیځ سره د دغه هېواد هوکړه ډېره ګټوره وه.

نوموړي څرګنده کړې ده:«اوس د ډپلوماسي لاره پرانیستې ده، ایران له خپلو ژمنو عملي کولو لپاره(هستوې هوکړې کې) ډېر واټن لري، باید اوګورو چې څه کیږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ویان چې د دغه هېواد ولسمشر، جوبایډن د ډپلوماسۍ په تړاو روښانه خبرې کړې دي او وګورو چې ایران ورته څه ځواب ورکوي.

ایران له لویدیځ سره په ۲۰۱۵ کال کې هستوي هوکړه وکړه، خو درې کاله ورسته کله چې ډونالډ ټرمپ واک ته ورسید له دې هوکړې یې امریکا ویسته.

د هوکړې نورو غړو چین، روسیه، اتحادیه اروپا، آلمان، فرانسه او بریتانیا له هوکړې د امریکا پر وتو نیوکې وکړې.

مخکې له دې پوهانو ویلي دي چې که ایران او امریکا هستوې هوکړې ته د بیا ژمنتیا لپاره ګامونه پورته کړي، دا کار به ډېر وخت ونیسي.

شریک یي کړئ