Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ویلیم بُرنز د امریکا د استخباراتو د مشر په توګه تایید شو

د امریکا متحده ایالاتو سنا جرګې د استخباراتو کمیټې د دغه هېواد د استخباراتو (سي آی اې) لپاره د ویلیام برنز ریاست تایید کړ.

د یادې کمېټې ډموکراټ سناتور، مارک وارنر د جمهوریت غوښتونکو او دموکراتانو لخوا د رایو په اتفاق سره د ویلیم برنز تایید د ملي امنیت په برخه کې د هغه اوږدې تجربې او عامه ګټو ته د هغه د ژمنتیا ستاینې نښه ده.

هغه هیله څرګنده کړې چې برنز وړتیاوو ته په کتو د امریکا سنا جرګې د وخت ضایع کولو پرته هغه د سي ای اې مشرۍ لپاره تاییدوي.

ښاغلي برنز د مشرانو جرګې ناسته کې چې د هغه د رد یا تایید لپاره جوړه شوې وه د ایران، روسیې او شمالي کوریا پروړاندې سخته دریځ غوره کړ.

برنز په دغه ناسته کې  د چین ولسمشر "متخاصم مشر" وباله او د "چین ګواښ" پر وړاندې پر مبارزه یې ټینګار وکړ.

ویلیم بُرنز مخکې له دې روسیه او اردن کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه د ولسمشر بارک اوباما حکومت پرمهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې او د ایران او امریکا ترمنځ د هستوي هوکړې رسېدو کې یې هم ونډه درلوده.

ویلیم بُرنز مخکې له دې روسیه او اردن کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده

شریک یي کړئ