Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرونا په سختو شرایطو کې هند سره نړۍوالې مرستې

د برېټانیا لومړنۍ مرستندویه بسته سه‌شنبه ( د غویې ۷مه) په داسې حال کې هند ته ورسېده، چې دغه هېواد د کرونا د پراختیا په یو ډېر بد وضعیت کې دی او تراوسه پورې ۲۰۰زره تنه په دغه هېواد کې د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. 

په دې بسته کې ۱۰۰ د ونټلاتور دستګاوې او ۹۵ د اکسیجن د تولید ګرځنده دستګاوې شاملې دي، چې د دغه هېواد  پلازمینې ډیلي ښار ته رسېدلي دي.

د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي، هېواد یې د کرونا اضافي واکسین په لاس کې نه‌لري؛ چې هند سره مرسته وکړي.

اوس مهال هند کې د کوویډ۱۹ ناروغانو د شمېر زیاتوالي سره، دغه هېواد د اکسیجن، بستر او ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

په همدې حال کې، فرانسه هند ته د اکسیجن د تولید ۸ لویو دستګاوو د لېږد په حال کې ده.

المان، اسټرالیا او ایرلنډ هم هڅه کوي، څو هند ته د اکسیجن د تولید ګرځنده دستګاوې ولېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې هېواد یې هند سره د دغې ناروغۍ په وړاندې مبارزې ته چمتو دی.

امریکا اعلان کړ، چې د "استرا زنکا" شرکت ۶۰ میلیونه ډوزه واکسین به د نړۍ هېوادونه ته ولېږدوي.

له بلې خوا، د هند لومړي وزیر نرندرا مودي ویلي، چې هند به د دغو مرستو په لومړیتوب کې وي.

مهاراشترا ایالت د هند یو له هغو ایالتونو دی، چې د کرونا د اخته کسانو او قربانیانو تر ټولو ډېرې پېښې یې ثبت کړي دي.

د ډیلي ستر وزیر ارویند کیجریوال ویلي، ډېر ژر به د ډیلي ښار یوه لویه عامه سیمه؛ د کرونا په ځانګړي روغتون بدل شي.

هغه زیاته کړې:" د کرونا اوسنۍ څپه ډېره ګواښوونکې او پراخېدونکې ده او روغتونونه له حده ډېر ډک دي."

د روغتیا نړۍوال سازمان هم اعلان کړی، چې هڅه کوي؛ هند ته د اکسیجن د تولید ګرځنده ۴ زره دستګاوې ولېږي.

د برېټانیا په مرستندویه بسته کې ۱۰۰ د ونټلاتور دستګاوې او ۹۵ د اکسیجن د تولید ګرځنده دستګاوې شاملې دي.

شریک یي کړئ