د عربستان ولیعهد محمدبن سلمان یوې عربي رسنۍ سره په خپلې یوې مرکه کې د ریاض او تهران د اړېکو په ښهوالي د هیلهمندۍ په څرګندولو سره ویلي، چې د سعودي لپاره اصلي ستونزه د ایران منفي کړنې دي.
په دغې مرکه کې هغه د خپل لید له مخې د پادشاهي پر بدلون او مذهبي افراطیت رد کړي او ویلي، چې عربستان او امریکا پر ۹۰ سلنه مسایلو ورته لیدلوری لري او د ۱۰ سلنه نورو مواردو په اړه لا زیاتو بحثونو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړې: " هیڅ وخت د دواړه هېوادونو ترمنځ به ۱۰۰سلنه هوکړه شتون ونه لري، ان د فارس خلیج څنډو هېوادونو او یا هم موږ ته نږدې ډېری هېوادونه. باید اختلاف شتون ولري او دا طبیعي ده، چې په یوه کور کې تاسو نهشئ کولی پر ټولو مسایلو هوکړه وکړئ."
د امریکا ولسمشر جو بایډن حکومت جوړېدو سره، هغه د واشنګټن او ریاض د اړېکو په ارزونې او د عربستان په رهبرۍ په یمن کې د عربي ټلوالې د عملیاتو له نه ملاتړ خبر ورکړی و.
د سعودي دغه ۳۶ کلن واکمن شاهزاده د تهران په اړه ویلي: " ایران یو ګاونډی هېواد دی او هغه څه چې موږ یې په هڅه کې یو دا دي، چې له ایران سره ښه او ځانګړې اړېکه ولرو."
هغه ټینګار کړی: " موږ نه غواړو چې ایران په سختو شرایطو کې اوسي، موږ غواړو؛ چې دغه هېواد اباد او د پرمختګ په حال کې اوسي. زموږ اندېښنه د ایران له منفي اقدامونو ده."
بن سلمان په یمن کې له حوثي اورپکو غوښتي، څو د دغه هېواد له نورو خواوو سره مذاکره وکړي او کورنۍ جګړه ختمه کړي.
په دغې مرکه کې بن سلمان د خپلې اصلي نقشې په اړه، چې لهمخې به یې تر ۲۰۳۰ کاله عربستان له تیلو تړلي هېواده پر یوه اقتصادي هېواد بدل کړي.