د ایران د هستوي هوکړهلیک ګډ کمېسیون غړو، خپله درېیمه ناسته د راتلونکي لپاره په هیلهمندۍ او پرمختګ سره پایته ورسوله.
د چین، المان، روسیې او برېټانیا استازو هستوي هوکړهلیک کې د امریکا بېرته راګرځولو په دغو خبرو کې پرمختګونه درلودل؛ خو وایي، یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره وخت او ډېرو خبرو ته اړتیا ده.
د ایران هستوي ستر مذاکره کوونکی وایي، چې د ګډ کمېسیون بحثونه روښانه، واټنونه دقیق او اختلافونه هم راڼه شوي دي.
د سید عباس عراقچي په وینا، د بحثونو ګرمېدو سره، اوس مهال د طرحې په متن کار روان دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ایران هستوي ستر مذاکره کوونکی عباس عراقچي وایي : " موږ داسې متنونه لرو، چې د مذاکرې پر بنسټ جوړ شوي؛ او اوس یې پر کلمو، جملو، عبارتونو او بندونو کار کوو. دا ساده کار نهدی او ډېر وخت نیسي. له همدې امله پرمختګ پېکه دی؛ خو طبیعي دی."
په دغې مذاکره کې د روسیې استازی وایي، پر هستوي مسایلو د تمرکز اختلاف او یا هم د بندېزونو پر لېرې کولو اختلاف سره، مذاکرات په مثبت ډول د پرمختګ سره مخته تللي.
هغه هیلهمن دی، چې دغه خبرې تر راتلونکو دوو اونیو یوې پایلې ته ورسېږي.
په ویانا کې د روسیې سفیر میخائیل اولیانوف نړۍوال سازمان ته ویلي: " باید په لنډو ورځو کې د ډېر څه تمه ونهلرو. خپل روزمره ډیپلوماټیکه کار ته باید دوام ورکړو. خو د مذاکرې یوې ښې پایلې ته د رسېدو لپاره یو دلیل لرو. دغه بریالیتوب به په راتلونکو اوونیو کې ترلاسه کړو."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ایران هستوي ستر مذاکره کوونکی عباس عراقچي وایي: " د بندېزونه پوښتنه موږ ته ترټولو مهمه او جدي پوښتنه ده. تر دې وړاندې یې بېلابېلو اړخونو سره مخ شوي یو. دا یوه پېچلې موضوع ده؛ بندیزونه څو ډوله دي او موږ باید دې ټولو ته رسېدنه وکړو."
د دغه ګډ کمېسیون د مذاکراتو موخه، هستوي هوکړهلیک ته د امریکا بیا راګرځول او د هوکړهلیک لهمخې د ایران لهخوا د خپلو ژمنو عملي کول دي.
دغه مذاکرات، د ایران او امریکا ترمنځ له غیرې مستقیمه خبرو څخه بلل کېږي او تمه کېږي، چې په ویانا کې به د راتلونکې جمعې په ورځ له سره پیل شي.
تر دې وړاندې تمه کېده، چې د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د المان، فرانسې، بريټانیا، امریکا، کاناډا، ایټالیا او د جاپان په ګډون د روانې اوونۍ له دوشنبې تر چهارشنبې د برېټانیا په پلازمینې لندن ښار کې، هستوي هوکړهلیک ته د امریکا د راګرځولو او خپلو ژمنو عملي کولو ته د ایران راګرځولو لپاره هڅې وکړي.