Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې د کورونا ویروس

د هند روغتیايي چارواکو نن راپور ورکړی، چې تېرو څلروېشت ساعتونو کې په دغه هېواد کې په کوویډ۱۹ ناروغۍ ۳زره او ۷۸۰ اخته کسانو ژوند بایللی.

دغه چارواکو ویلي، چې په تېرو څلروېشت ساعتونو کې څه د پاسه ۳۸۰ تنه په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

له امریکا وروسته هند د نړۍ دویم هېواد دی، چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو ډېرې شمېرې یې ثبت کړي.

په دغه هېواد کې د کورونا نوې څپې سره، هره ورځ د قربانیانو شمېر مخ پر لوړېدو دی.

په هند کې روغتیایي کارپوهان وایي، چې په دغه هېواد کې پر کوویډ۱۹ ناروغۍ د اخته او قربانیانو شمېر تر هغه څه چې راپور ورکوي ۵ تر ۱۰ چنده ډېر دی.

هند د کورونا د پراختیا له امله د کرېکټ لیګ سیالۍ ودرولې.

په هند کې ځینې سیاسي مشران وایي، د دغه ویروس سره د مبارزې یوازینۍ لاره عمومي قرنطین دی.

خو د هند دولت د دغه هېواد اقتصاد ته چې قرنطین کوم زیانونه اړولي، مخالفت کوي.

په داسې حال کې چې دغه هند د کورونا په سخت وضعیت کې دی، لاهم په دغه هېواد کې ځینې مذهبي او سیاسي مراسم ترسره کېږي.

هند کې د کورونا ویروس

د هند روغتیایي چارواکو ویلي، چې په تېرو څلروېشت ساعتونو کې څه د پاسه ۳۸۰ تنه په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

شریک یي کړئ