Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شونې ده عربستان د حج مراسمو لپاره د بهرنیو وګړو د ورتګ مخه ونیسي

سعودي عربستان په پام کې لري چې سږ کال هم د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په پار د حج په مراسمو کې د بهرنیو زیارت کوونکو مخنیوی وکړي.

یوې سرچینې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دغه پرېکړه تراوسه د سعودي عربستان د حکومت له خوا وروستۍ شوې نه ده.

سرچینې زیاته کړه:«د دغه اقدام د تصویب په صورت کې، یوازې د عربستان هغه اوسېدونکي کولای شي چې په دغو مراسمو کې ګډون وکړي چې له ګډون حد اکثر شپږ میاشتې مخکې واکسین شوي وي او یا هم له ناروغۍ روغ شوي وي.»

خو هغه څېړنې چې تراوسه شوې دي، د دې ښودنه کوي چې په ښږنیو مراسمو کې به د عربستان هغو وګړو ته به اجازه ورکړل شي، چې د کووېډ نولس واکسین یې کړې وي او همدارنګه هغو کسانو ته چې یوه میاشت مخکې یې د کووېډ نولس ناروغي تېره کړې وي. 

هر کال د فرضي حج مراسمو لپاره دوه نیم مېلیونه مسلمانان ګډون کوي او همدارنګه په مېلیونونه تنه نور د عمره حج د ادعا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي او د حج له مراسمو د سعودي عربستان کلني عواید تر ۱۲ بېلیونو ډالرو رسېږي.

له دې مخکې چې نړۍ کې د کورونا وبا خپره شي، د سعودي عربستان ولیعهد پرېکړه کړې وه چې د دوه مخکنیو کلونو د فرضي حج د زیارت کوونکو شمر دوه برابره کېږي.

شریک یي کړئ