Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې د کرونا وایروس ۳۶۲ زره تازه پیښې ثبت شوي دي

د هند د روغتیا وزارت نن ( پنجشنبه د ثور ۲۳ مه) په یوه شپه او ورځ کې د ۳۶۲ زره ۷۲۷ تازه پیښو د ثبت خبر ورکړ.

په دې سره په هند کې د کرونا وایروس د مثبتو پیښو د ثبت شمیر له ۲۳ ملیونه ۷۰۰ زره کسانو واووښت. بل خوا په دغه هیواد کې پر کرونا وایروس د ککړتیا په نتیجه کې د مړو شویو کسانو شمیر هم ۲۵۸ زره کسانو ته رسیدلی دی.

په هند کې د کرونا وایروس دوهمه څپه درې  میاشتې وړاندې پیل شوه . دغلته د ناروغانو د شمیر د زیاتوالي له کبله ډیری روغتونونه د اکسیجن او کټونو له کمي سره مخامخ دي.

له دې سره جوخت د روغتونونو سړې خونې او د سوزولو ځایونه هم له جسدونو ډک ډک دي.

د هند د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ پر دغه وایروس د ککړتیا په نتیجه کې ، په ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې څلور زره ۲۰۰ کسانو د مړینې اعلان وکړ.

د شمیرو له مخې په نړۍ کې هم په مجموعي توګه د کوید ۱۹ ناروغۍ له کبله د خلکو په مړینه کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د هند په ځینو ایالتونو کې له تیرې میاشتې راهیسې خلک په کلک قرنطین کې دي او په ځینو نورو ایالتونو او ښارونو کې بیا سینماګاانو، رستورانتونو، پلورنځیو او نورو عامه ځایونو ته د خلکو پر ورتګ بندیزونه لګیدلي دي.

پخپله په پلازمینه دهلي کې هم له تیرو پنځه اونیو راهیسې  قرنطین لګیدلی دی.

په دې سره په هند کې د کرونا وایروس د مثبتو پیښو شمیر له ۲۳ ملیونه واوښت.

شریک یي کړئ