Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقلیم بدلون او کورونا سره ګډې مبارزې لپاره د امریکا او هند ژمنې

واشنګټن او نوي ډيلي، داسې مهال، کورونا وایرس سره پر ګډه مبارزه ټینګار کړی، چې هند کې تراوسه د کورونا له کبله، له ۳۰۰ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

امریکا او هند د ټولې نړۍ په کچه، هغه دوه هېوادونه دي، چې کورونا ډېر ځپلي دي. اوس دواړو هېوادونو خپلو کې ژمنه کړې، چې وبايي ناروغیو او نورو نړۍوالو ننګونو سره به، په ګډه مبارزه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین، پرون د جمعې په ورځ، واشنګټن کې خپل هندي سیال، اس جي‌شنکر سره کتنه کې ویلي، امریکا او هند به، د کورونا وایرس او د اقلیم بدلون په څېر، بېلابېلو مسایلو سره مبارزه کې، یوځای مخته ځي.

ښاغلي بنلکین له ښاغلي جي‌شنکر سره کتنه کې وویل: "د امریکا متحده‌ایالتونه او هند، د وخت پر مهمو ننګونکو مسایلو کار کوي. دا هغه ننګونې دي، چې زموږ دواړو هېوادونو، د خلکو پر ژوند ژور اغېز کوي. موږ به کورونا سره مبارزه کې یو بل‌ ته لاس ورکړو."

ښاغلي بلنکین دا هم وویل: د اقلیم بدلون له کبله مخته راتلونکو ننګونو سره مبارزه کې موږ یوځای یوو او نېغ په نېغه به د ( څلور اړخیزه امنیتي بحثونو) پر مټ، او د ملګرو ملتونو نورو بنسټونو له لارې، سیمه او نړۍ کې، پر بېلابېلو ننګونو کار وکړو."

واشنګټن او نوی ډیلی، داسې مهال کورونا سره دوه اړخیزې هڅې نږدې کوي، چې هند کې د کورونا له کبله، له ۳۰۰ زرو زیات کسان مړه شوي او لا هم دغلته (هند کې) کورونا په چټکۍ په خپرېدو ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جي‌شنکر، خپل امریکایي سیال سره کتنه کې ویلي: " د امریکا نوې ادارې سره، دا د هند د حکومت د کابینې د غړو د کچې، لومړنۍ کتنه ده او زه خوشاله یم، داسې څوک مې امریکایی سیال دی، چې کلونه مې ورسره کار کړی دی. موږ به پر ډېرو مسایلو خبرې کوو. زه فکر کوم، تېرو څو کلونو کې زموږ اړیکې غښتلې شوې دي. "

د کورونا هندۍ بڼې، د هند ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او افغانستان کې، مثبتې پېښې ډېرې کړې دي او وضعیت یې د اندېښنې کړې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، امریکا او هند به، د کورونا وایرس او د اقلیم بدلون په څېر، بېلابېلو مسایلو سره مبارزه کې، یوځای مخته ځي.

شریک یي کړئ