د مې پر ۳۰ مه نېټه، یعنې پرون، د چین په دوو ښارونو "ګووانګژو" او "فوشان" کې د کورونا ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
چین نن دوشنبه، داسې راپور خپور کړی، چې پرون د مې پر ۳۰ مه نېټه، د دغه هېواد سویل کې د کورونا ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره یې د ګووانګډونګ ولایت مرکز ځينې سیمې قرنطین کړې دي.
په ورځني حساب ټولې ۲۷ پېښې ثبت شوې دي، چې لهمنځه یې په کورونا اخته اووه کسان له بل ځایه چین ته ورغلي وو.
پرون یکشنبه، د ګووانګډونګ ولایت مرکز ګووانګژو کې مسوولانو د "پنځمسړک" خلکو ته امر کړی، چې له کورونو دې نه وځي، دا راز، ځینې مارکیټونه او نور غیرضروري ځایونه به هم تړلي وي.
همداشان هغه خلک، چې هوایي ډګر، د اورګاډو او بسونو تمځایونو ته ورځي، نو د وروستیو درېیو ورځو د کورونا د معاینې منفي نتیجه به ورسره وي.
چینايي مسوولانو نن دوشنبه ویلي، هغه ۲۰ تنه ځایي خلک، چې تازه په کورونا اخته شوي، ۱۸ د ګووانګژو په ښار او دوه په فوشان ښار کې دي.
بلخوا چین د مې پر ۳۰ مه نېټه یعنې پرون، د ۱۹ داسې پېښو یادونه هم کړې، چې د کورونا نښې نهلري او چین داسې پېښې، مثبتې نه حسابوي.
د مې میاشتې تر ۳۰ مې نېټې، په چین کې د کورونا ټولو اخته کسانو شمېر ۹۱،۰۹۹ تنه او د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله، د ټولو مړه شویو کسانو شمېر ۴،۶۳۶ تنه دی.