Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د اورګاډو ټکر لږترلږه ۳۰ کسان وژلي

د پاکستان په سویل سیند صوبه کې نن دوشنبه (د غبرګولي په ۱۷ مه) د "سرسید ایکسپریس" او د "ملت ایکسپریس" اورګاډو ټکر کړی دی.

په دې پېښه کې لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او له ۵۰ زیات ټپیان دي.

د پاکستان "ډان" ورځپاڼې ته د اوسپنې پټلۍ ادارې یوه ویاند ویلي، پېښه هغه مهال وشوه، چې د "ملت ایکسپریس" اورګاډی له کراچۍ سرګودا او "سرسید ایکسپریس" اورګاډی له راولپنډۍ کراچۍ ته روان و.

نوموړي زیاته کړې، چې پېښه د "رایټي" اورګاډو تمځای ته نږدې شوې ده.

چارواکي وايي، له ۱۵ تر ۲۰ کسان د "ملت ایکسپریس" اورګاډي کې ایسار پاتې دي او چغې وهي چې مرسته دې ورسره وشي.

چارواکي وایي دوی هڅه کوي، چې ایسار کسان ژغوري.

دا پېښه د "سیند صوبې" په "ګوټکي" سیمه کې د دوو اورګاډو د ټکر له کبله شوې ده.

شریک یي کړئ