Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر غزه د اسراییلو بیاځلي بریدونه

اسراییل وایي، نن (چهارشنبه د غبرګولي په ۲۶ مه) یې بیا غزه په نښه کړې. دا په تېره میاشت کې، پوله کې، د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ تر ۱۱ ورځنۍ جګړې وروسته، د اسراییلو له خوا لومړنی برید دی. دا برید ظاهراً د فلسطین له خاورې د اورشیندو بالونونو تر غورځولو وروسته شوی دی.

دا د اسراییلو د نوي حکومت لومړنی برید هم دی. 

د اسراییلو پوځ ویلي، غزه او خان‌یونس یې په نښه کړي او "د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د نوې جګړې په ګډون هر څه ته چمتو دي."

په همدې حال کې د حماس ډلې یوه ویاند د اسراییلو د بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې "فلسطینیان به په زړورتیا مقاومت وکړي او له خپلو حقونو او مقدساتو به دفاع وکړي."

ورپسې زرګونه اسراییلیان چې خپل بیرغونه ورسره وو او "اورشلیم" ښار کې راټول شوي وو، د فلسطینیانو غوسه یې غندلې ده.

اسراییلو په ۱۹۶۷ کال کې د یوې جګړې په نتیجه کې، پر ختیځ بیت‌القدس ولکه ټینګه کړه او بیا چې یې نړۍوال رسمیت و نه موند، نو ټول بیت‌المقدس ښار یې خپله پلازمېنه اعلان کړه. فلسطینیان بیا غواړي، چې ختیځ بیت‌المقدس به راتلونکې کې د یوه داسې هېواد پلازمېنه وي چې غزه او باختري کرانه به یې برخې وي.

پر غزه د اسراییلو بیاځلي بریدونه

د اسراییلو پوځ وایي، په سویلي ښارونو غزه او خان‌یونس کې یې د حماس پر نظامي مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.

شریک یي کړئ