Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوریه کې پر امریکايي ځواکونو د ملیشو غبرګوني بریدونه

په سوریه او عراق کې د ایران تر ملاتړ لاندې د ملیشو، د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو په غبرګون کې په توغندويي بریدونو لاس پورې کړی دی.

تېره ورځ دوشنبې (د چنګاښ په ۷مه) امریکايي ځواکونو، په سوریه او عراق کې د ایران تر ملاتړ لاندې ملیشو اډې بمبارد کړې. پوځي اورپکو هم په عراق او سوریه کې د دغو هوايي بریدونو په غبرګون کې، پر امریکايي ځواکونو توغندويي بریدونه وکړ.

د امریکايي ځواکونو یو ویاند په دې هکله وايي:«امریکايي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی او زیانونه د ارزونې په حال کې دي.»

سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې ځينې دغه توغندي په دیرالزور کې د عمر تېلو میدان ته نږدې - هغه ځای د امریکا تر ملاتړ لاندې څېړونکي دي، توغولي دي.

له دغو توغندويي بریدونو څو ساعته مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او سپینې ماڼۍ په عراق او سوریه کې د هوايي بریدونو ملاتړ کړی و.

بلینکن په دې هلکه د ایټالیا په پلازمېنه روم ښار کې وویل:«د شخړې د زېږدو د مخنیوي لپاره اړین، مناسب او مطالعه شوي اقدامات مو وکړ او په څرګنده مو د مخنیوي پیغام استولی دی.»

په عراق او سوریه کې د ایران تر ملاتړ لاندې څلور اورپکې ډلې فعالیت لري. تراوسه روښانه نه ده چې له سوریې کومې ډلې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کړي دي.

پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت په دې هکله ویلي دي چې امریکايي ځواکونه د عراق له امنیتي ځواکونو سره د مرستې په موخه د نړۍوال ایتلاف په چوکاټ کې د «داعش» پرضد په دغه هېواد کې حضور لري.

پنټاګون زیاتوي چې په ایران پورې پر تړلو اورپکو پر اډو ترسره شوي بریدونه، د ګواښونو د کمښت لپاره یو ارزول شوی او مناسب اقدام او روښانه پیغام و.  

د امریکايي ځواکونو یو ویاند وايي چې په دغو بریدونو کې امریکايي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

شریک یي کړئ