Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوې فیلېپینۍ پوځي الوتکې لوېدو سره د دغه هېواد ۴۷پوځیان وژل شوي

د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۳مه) د یوې فیلېپینۍ پوځي الوتکې د سقوط په پایله کې د دغه هېواد ۴۷ پوځیان وژل شوي او ۴۹ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د فیلېپین یو پوځي چارواکی سریلېټون سوبیجانا د دوشنبې په ورځ په دې نکله وویل چې د دغې پوځي الوتکې ټوله ۹۶ سپرلۍ له سقوط وروسته د پېښې په سیمه کې پیدا شوي دي.

د هغه په وینا، د دغې الوتکې ټوله سپرلۍ پوځيان وو.

ورته مهال د فیلېپين دفاع وزارت ویلي دي چې په دغې پېښه کې، درې ولسي وګړي چې د دغې الوتکې د سقوط په ځای کې حضور درلود هم وژل شوي دي او څلور نور ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي.

د فیلېپین د پوځ یو ویاند ډګروال ادکارد اریوالو ویلي دي چې «لاک هیډسي - ۱۳۰» ټرانسپورټي الوتکه چې د بلوا پر ضد د امنیتي ځواکونو د لېږد په حال کې وه،  په سوېلي سولو ولایت کې د جولو هوايي ډګر کې له خطه تر وتلو وروسته ولوېده.

فیلېپیني پوځيانو تراوسه پر دغې الوتکې د کوم برید رپوټ نه دی ورکړی.

سولو ولایت د دغه هېواد د پلازمېنې مانیلا په ۹۵۰ کیلومټرۍ کې موقعیت لري.

په دغه ولایت کې د ابو سیاف ډلې اړوند اورپکو یو مرکز هم موقعیت لري، هغه ډله چې فیلېپیني پوځيانو په ځلونو له هغوی سره د سمندري غلاوو او شوکو په پار نښتې کړې دي. 

د فیلېپین د پوځ یو ویاند ډګروال ادکارد اریوالو ویلي دي چې «لاک هیډسي - ۱۳۰» ټرانسپورټي الوتکه چې د بلوا پر ضد د امنیتي ځواکونو د لېږد په حال کې وه.

شریک یي کړئ