Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې پر بس چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي

رویټرز خبري اژانس ته څو سرچینو ویلي، چې نن (چهارشنبه د چنګاښ په ۲۳ مه) د پاکستان شمال کې پر یوه بس چاودنه کې د څلورو چینایي وګړو په ګډون لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

یوه پاکستاني چارواکي ویلي:"په بره کوهستان کې پر هغه بس درنه چاودنه شوې، چې چینایي انجنیران په‌کې سپاره وو. اته کسانو ژوند بایللی."

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې بس کې له ۳۰ زیات چینایي انجنیران وو او بره کوهستان کې د "ډاسو" بند سیمې ته تلل.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې انجنیرانو سره دوه پوځي کسان هم وژل شوي دي.

خو پاکستاني ټلوېزیون جیونیوز رپوټ ورکړی چې دې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.

د معلوماتو پر بنسټ، بس کې هغه کسان سپاره وو، چې د "ډاسو" بند په جوړولو یې کار کاوه.

یوه پاکستاني چارواکي ویلي:"پر هغه بس درنه چاودنه شوې، چې چینایي انجنیران په‌کې سپاره وو."

شریک یي کړئ