Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جرمني او بلجیم کې د سېلابونو تلفات ۱۷۰ تنه شو

په جرمني او بلجیم کې تر پرون شنبې ورځې، د سختو بارانو نه وورسته، څو ورځې وړاندې راوتلي سېلاب کې، د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۰ ته پورته شوی دی.

سېلاب پر کورونو او سړکونو ورغلی او له کبله یې د برېښنا مزی هم پرې شوي دي.

دا په تېرو ۵۰ کلونو کې، په جرمني کې بېساری سېلاب دی، چې ۱۴۳ کسان یې مړه کړي دي. د پولیبسو په وینا د ۱۴۳ کسانو له‌منځه، یوازې ۹۸ یې د کولن ښار سویل  "اراویلر" سیمه کې مړه شوي دي.

په جرمني کې، سلګونه کسان یا ورک دي یا هم اړیکه ورسره نه‌شي نیول کېدای، ځکه چې ځینو سیمو کې د زیاتو اوبو راوتلو له‌کبله، مخابراتي سیسټم هم ګډوډ شوی دی.

بلجیم کې بیا، د کړکېچ ملي مرکز ویلي، چې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه کړي دي.

د دغه مرکز د معلوماتو پر بنسټ، ۱۰۳ کسان یا ورک دي او یا هم اړیکه ورسره نه‌شي ټینګېدلی، ځکه چې ځینو نه شوای کړای، چې موبایلونه یې چارج کړي او یا هم روغتونونو ته پرته له پېژندکارډونو ورغلي دي.

دا په تېرو ۵۰ کلونو کې، په جرمني کې بېساری سېلاب دی، چې ۱۴۳ کسان یې مړه کړي دي.

شریک یي کړئ