په چین کې د هینان ایالت مرکز ژنګژو کې، د پرون ورځې سېلاب لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه کړي. سېلاب داسې حال کې راوتلی و چې خلک یې په لارو او ښوونځیو کې ایسار کړي وو.
شینهوا خبري اژانس ته چاروکو ویلي، په ژنګژو ښار کې د باران اوبه شاوخوا ۲۰ سانتې ډنډ شوې وې، چې له کبله یې سېلابونو هم راوتلي.
چارواکو زیاته کړې چې باران او سېلاب د مازېګر له ۴ تر ۵ بجو وو.
د شینهوا د خبر پر بنسټ شاوخوا ۱۰۰ زره کسان خوندي ځایونو ته رسول شوي دي.
چین کې تل په دوبي کې بارانونو نه وروسته سېلابونه وي، خو د ښارونو لا ابادۍ او کرنیزو ځمکو کې د فرعي لارو جوړولو د سېلاب خطر ډېر کړی دی.