Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې تر سخت باران وروسته سېلاب ۱۲۵ کسان مړه کړي

هند کې مرستندوی او د ژغورنې ډلو د پرون ورځې راهیسې د لسګونه کورونو د ژغورلو هڅه پیل کړې، خو بیا هم تر سخت باران وروسته راوتلي سېلاب لږ تر لږه ۱۲۵ کسان وژلي دي.

کارپوهان وایي، د تېرو ۴ لسیزو راهیسې په مهارشترا ایالت کې، د هر کال جولای میاشت کې سخت بارانونه کېږي.

سږکال هم د څو ورځو پرله‌پسې باران او سېلاب د سلګونه زره خلکو پر ژوند مستقیم اغېز کړی دی.

په مهاراشترا ایالت کې یوه حکومتي چارواکي ویلي، د مُمبۍ د سویل ختیځ لوري ۱۸۰ کیلومټرۍ تالیه سیمه کې د سېلاب له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی.

دغه چارواکي چې د نوم له ښودلو ډډه کړې ویلي یې دي:« شاوخوا ۴۰ کسان تر خټو لاندې شوي. ۳۶ ساعته وشول چې هغوی تر خټو لاندې دي، نو د ژوندي پاتېدو امکان یې کم دی.»

وروستیو بارانونو او سېلابونو د نړۍ ځینې نور هېوادونه هم ځپلي؛ داسې چې په جرمني، بلجیم او چین کې، تر بارانونو وروسته سېلابونو، خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

د مُمبی د سویل ختیځ لوري ۱۸۰ کیلومټرۍ تالیه سیمه کې د سېلاب له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ